د خوستیو ځوانانو لخوا د خوست پوهنې ریاست سره د سلګونه ټوڪه تدریسي  ڪتابونو مرسته ترسره شوه
پۀ دې وروستیو کې چې؛ د پوهنې سکتور د تدریسي کتابونو له کمښت سره مخامخ دی، یوه ډله خوستي ځوانان د معارف د پیاوړتیا لپاره کلي پۀ کلي ګرځیدلي او یاد کتابونه یې راټول کړي دي.
داسې ویل کیږي چې د یؤه رضاءکاره ځوان  نقیب الله ځلاند پۀ هڅو پۀ خوست کې د فکري رغښت لپاره مبارزې تر بل هر وخت پیاوړې شوې دي.
 

